د جمهور خبري آژانس مرکز 22 سرطان 1398 ساعت 11:42 http://jomhornews.com/ps/news/118242/ -------------------------------------------------- سرليک : جو بایډن: افغانستان کې روانه جګړه پای ته رسوم -------------------------------------------------- د امریکا د ولسمشریزه ټاکنو نوماند جو بایډن په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې به روانه اوږده او دایمي جګړه پای ته ورسوي. متن - منځ : د امریکا د ولسمشریزه ټاکنو نوماند جو بایډن په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې به روانه اوږده او دایمي جګړه پای ته ورسوي. د جمهور آژانس د خبر له مخې بایډن چې په لوړو پوستونو یې دنده تر سره کړې او اوس د امریکا ولسمشریزه ټاکنو کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټاکنیز سیال دی ټینګار کړیو چې په منځني ختیځ کې به جګړې پای ته ورسوي او له دغه جګړو به د امریکا پښه وباسي. نوموړي د یمن او عربستان ترمنځ روانه جګړه کې هم د امریکا د رول پر پای ته رسولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې واشنګټن به له دغه ښکېلتیا وباسي. جمهورخبري آژانس:کابل