د جمهور خبري آژانس مرکز 27 حوت 1398 ساعت 9:36 http://jomhornews.com/ps/news/126036/ -------------------------------------------------- سرليک : بلخ کې چاودنې دوه تنه وژلي دي -------------------------------------------------- سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په بلخ ولایت کې د یوې چاودنې له امله د پولیسو په ګډون څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. متن - منځ : سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په بلخ ولایت کې د یوې چاودنې له امله د پولیسو په ګډون څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون دوشنبې د کب ۲۶ مه د مزار شریف ښار په شمالي ځنډه کې د پولیسو په ګزمه شوې ده. د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل وايي، په چاودنه کې یو پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوي او دوه پولیس ټپیان شوي دي. تر اوسه کومې ډلې د دغه چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. جمهورخبري آژانس:بلخ