د جمهور خبري آژانس مرکز 6 عقرب 1398 ساعت 13:09 http://jomhornews.com/ps/news/121734/ -------------------------------------------------- سرليک : د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې د لیندۍ په ۱۵ مه نېټه اعلانېږي -------------------------------------------------- د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه ویاند ویلي، د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې به د راتلونکې لیندۍ میاشتې په ۱۵ مه نېټه اعلان شي. متن - منځ : د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه ویاند ویلي، د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې به د راتلونکې لیندۍ میاشتې په ۱۵ مه نېټه اعلان شي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني پرون یکشنبې د لړم ۵ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، چې د کمېسیون ټولو کمېشنرانو په دې توافق کړی، چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې د لړم په ۲۳ مه نېټه اعلان کړي. خو اوس د کمېسیون یو تن ویاند عبدالعزیز ابراهیمي ویلي، چې د کمېسیون د تازه پرېکړې پر بنسټ به د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې د لیدنۍ میاشتې په ۱۵ مه نېټه اعلان شي. ټاکل شوې وه، د ټاکنو لومړۍ پایلې د مهال وېش سره سم د تلې په ۱۷ مه اعلان شي، خو د تخنیکي ستونزو له امله کمېسیون دغه نېټه یو ځل د لړم په ۱۶ مه او بیا ۲۳ مې ته وځنډولې. جمهورخبري آژانس:کابل