د جمهور خبري آژانس مرکز 2 اسد 1398 ساعت 8:51 http://jomhornews.com/ps/news/118639/ -------------------------------------------------- د سولې او اعتدال ټیم: سرليک : د ټرمپ څرګندونې د افغانستان او امریکا د دوه اړخیزه ګټو خلاف دي -------------------------------------------------- د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټیم د ولسمشر ټرمپ وروستۍ څرګندونې د افغانستان او امریکا د ارزښتونو او دوه اړخیزه ملي ګټو خلاف بللې دي. متن - منځ : د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټیم د ولسمشر ټرمپ وروستۍ څرګندونې د افغانستان او امریکا د ارزښتونو او دوه اړخیزه ملي ګټو خلاف بللې دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ له عمران خان سره لیدنه او خبرو کې ویلي، که وغواړي، یوه اوونۍ کې افغان جګړه ګټلي او افغانستان د نړۍ له نقشې ایستلی شي، خو نه غواړي ۱۰ میلیونه وګړي و وژل شي. د ټرمپ دغه څرګندونو د افغان حکومت په ګدون د ګڼو سیاسي او ټاکنیزو ګوندونو، سیاسي څېرو او په ټول کې د افغان ولس غوسه راپارولې او دا یې د افغانستان ملت ته ښکاره توهین بللی دی. د سولې او اعتدال ټیم هم د ټرمپ څرګندونې د افغانستان او امریکا تر منځ د کړو ژمنو، دوه اړخیزه ملي ګټو او ازښتونو خلاف بللې دي. د دغه ټیم په اعلامیه کې ویل شوي، افغانستان یو تاریخي او له ویاړه ټک ملت لري چې د تاریخ په اوږدو کې یې په ډېرو قربانیو خپله خپلواکي، ارضي تمامیت، ملي حاکمیت، هویت او ملي غرور ساتلی دی. په خبرپاڼه کې راغلي ټرمپ پرون د افغانستان د محوه کولو خبره کړې، چې دا د افغانستان د ویاړلي ملت د عزت او آزادۍ سره په ټکر کې خبره ده. خبرپاڼه زیاتوي، دا چې افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له امریکا سره د نوي تاریخ څپرکی پرانستی نو د ټرمپ دغه څرګندونې له ملي ارزښتونو او ملي ګټو سره په ټکر کې بولي. د سولې او اعتدال ټیم په خبره پاڼه کې ویل شوي، چې د افغانستان خلک د سولې له پروسې ملاتړ او غوښتنه یې کوي او دغه ټیم یو ځل بیا ټینګار کوي، چې په افغانستان کې باید جګړې ته نور د پای ټکی کېښودل شي او یوه تل پاتې سوله او ثبات رامنځ ته شي. جمهورخبري آژانس:کابل