د جمهور خبري آژانس مرکز 30 سرطان 1398 ساعت 11:39 http://jomhornews.com/ps/news/118530/ -------------------------------------------------- سرليک : فاریاب کې ماین چاودنې څلورو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده -------------------------------------------------- شمال کې د پوځ چارواکي وایي، فاریاب ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي. متن - منځ : شمال کې د پوځ چارواکي وایي، فاریاب ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د چنګاښ ۲۹ مه د فاریاب ولایت د بلڅراخ ولسوالۍ په تحت بلوچ کلي کې رامنځ ته شوې ده. په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه پېښه پرون د طالبان له خوا د اېښودل شوي ماین چاودنې له امله رامنځ ته شوې، چې په کې یو ماشوم وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي. د ۲۰۹ شاهین قول اردو به خبرپاڼه کې راغلي، وژل شوی او ټپي ماشومان د یوې کورنۍ غړي دي. که څه هم پوځي چارواکي وایي، ماین طالبانو د افغان ځواکونو لپاره اېښتی و، خو قرباني یې ملکي وګړي شول، ولې طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي. جمهورخبري آژانس:فاریاب