د جمهور خبري آژانس مرکز 18 اسد 1397 ساعت 10:49 http://jomhornews.com/ps/news/107226/ -------------------------------------------------- سن او ډیلي ټلګراف ورځپاڼې: سرليک : طالبانو د داعش ماتولو لپاره امریکا نه مرسته غوښتې او جګړې ته تیاری نیسي -------------------------------------------------- برېتانوي ورځپاڼو سن او ډیلي ټلګراف راپور ورکړی، چې وسله والو طالبانو د داعش د ماتولو له پاره د امریکا نه مرسته غوښتې او د دغه جګړې له پاره تیاری نیسي. متن - منځ : برېتانوي ورځپاڼو سن او ډیلي ټلګراف راپور ورکړی، چې وسله والو طالبانو د داعش د ماتولو له پاره د امریکا نه مرسته غوښتې او د دغه جګړې له پاره تیاری نیسي. د جمهور آژانس د خبر له مخې سن ورځپاڼې ویلي طالبانو د داعش پر وړاندې پراخو عملیاتو له پاره تابیا کړې او له امریکا یې غوښتي، چې په ننګرهار کې دې هوايي بريدونه نه کوي، څو د دوی وسله وال د داعش پر وړاندې د جګړې پر مهال ژوبل نه شي. د ورځپاڼې په باور تمه ده چې د ننګرهار په درېيو ولسواليو کې د طالبانو له لوري د داعش پر وړاندې پراخ عمليات وشي چې څو اوونيو ته به وغځېږي. ورځپاڼه وایي، د دغه جګړې مشري به د طالبانو سره قطعه پر غاړه ولري. بل خوا ډیلي ټیلګراف هم لیکلي، چې طالب قومندانان په ننګرهار او ددغه ولایت شاوخوا سیمو کې دداعش ډلې پر ضد د پراخو عملیاتو لپاره تیاری پيل کړی دی. دغه ورځپاڼه هم وايي، دا مهال د طالبانو د سرې قطعې غړي د افغانستان له ګوټ ګوټ ننګرهار ته ځي او دلته به د دغه ډلې پر وړاندې جګړه کوي. برېناتوي ورځپاڼې له امریکا د طالبانو د مرستې غوښتنې خبر پر داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن ویلي وو، دوی به طالبان وهڅوي، چې د داعش پر وړاندې عملیات پراخ کړي. که څه هم طالبانو د دغه برېتانوي ورځپاڼو د راپورونو په اړه تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې یې د جنرال نېکولسن خبرو ته په غبرګون کې ویلي و، چې طالبان د هېچا هڅونې ته اړتیا نه لري. جمهورخبري آژانس:کابل