د جمهور خبري آژانس مرکز 7 اسد 1398 ساعت 9:28 http://jomhornews.com/ps/news/118828/ -------------------------------------------------- سرليک : کابل کې د امرالله صالح په دفتر د برید مرګ ژوبله ۷۰ تنو ته ورسېده -------------------------------------------------- کورنیو چارو وزارت وايي، کابل کې د زرغون خوځښت په دفتر د پروني برید مرګ ژوبله ۷۰ تنو ته رسېدلې، چې ډېری یې ولسي وګړي دي. متن - منځ : کورنیو چارو وزارت وايي، کابل کې د زرغون خوځښت په دفتر د پروني برید مرګ ژوبله ۷۰ تنو ته رسېدلې، چې ډېری یې ولسي وګړي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې پرون یکشنبې د زمري ۶ مه مازیګر ۴:۴۰ بجې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې شهید څلور لاري سره د امرالله صالح دفتر ته نېږدې موټر بم ځانمرګی برید وشو. تر دغه برید وروسته وروسته د کورنیو چارو وزارت په وینا درې تنه ځانمرګي بریدګر د زرغون خوځښت ودانۍ ته د ننه شول او په ناتار ډزو یې پیل وکړ. د برید سره سم افغان ځواکونه په بېړه د پېښې سیمې ته ورسېدل او د امرالله صالح په ګډون یې نېږدې ۱۵۰ کسه له دغه ودانۍ روغ رمټ و ایستل. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، درې ځانمرګي تر ۴ ساعته جګړې وروسته و وژل شول او برید پای ته ورسېده. د کورنیو چارو وزارت له خوا نن خپره شوې خبرپاڼه وایي، په دغه برید کې ټول ۲۰ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي. خبرپاڼه کې ویل شوي، ملکي وژنه او پر ملکي مېشتو سیمو برید جنګي جنایت دی او ترهګر د دې جنایت په تکرار سره خپله ناوړه څېره ښکاروي. د دې پېښې په اړه د کورنیو چارو وزارت رهبرۍ د جدي څېړنو هدایت ورکړی دی. په خواله رسنیو خپاره شویو تصویرونو کې ښکاري، چې په دغه برید کې خپله امرالله صالح هم په ښي مټ زخمي شوی خو زخم یې سربېرن او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ ښکاري. د زرغون خوځښت دفتر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په دغه برید کې مرګ ژوبله تر ډېره ولسي وګړو ته اوښتې ده. د دغه دفتر مشرۍ د ملي امنیت پخوانی رییس، د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونې د ټاکنیز ټیم لومړی مرستیال امرالله صالح په غاړه لري. تر اوسه هېڅ ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو په کور د ننه او بهر یې ګڼ غبرګونونه راپارولي او دغه برید یې غندلی دی. ولسمشر غني دا یو وحشیانه برید بللی وايي، ترهګر او ملاتړي به یې هېڅکله په دې ډول اعمالو د افغانانو کلکه اراده کمزورې نه کړي. ښاغلي غني، اړوند مسوولانو ته لارښوونه کړې چې د دې پېښې د ټپیانو د درملنې لپاره له هیڅ ډول مرستې ډډه ونه کړي. ده د قربانیانو د کورنیو له غړیو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده. اجراییه ريیس عبدالله عبدالله په یوه ټویټ کې لیکليزموږ د ورور ښاغلي امرالله صالح د زرغون بهیر پر دفتر تروریستي حمله له ولسواکۍ څخه د هیواد د دښمنانو د بېرې او ضدیت اوج وښود. تالي څټي ترهګر به هیڅکله زموږ د حق غوښتونکي ږغ په چوپولو بریالي نه شي د ولسمشرۍ نوماند او د ملي امنیت پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر هم په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، د خپل ملګري او همکار ښاغلي امرالله صالح او د هغه د محترمو همکارانو پر ضد نننۍ تروریستي حمله په کلکه غندم او دا برید پر موږ ټولو برید ګڼم. جمهورخبري آژانس:کابل