د جمهور خبري آژانس مرکز 29 حمل 1398 ساعت 12:12 http://jomhornews.com/ps/news/115623/ -------------------------------------------------- سرليک : ننګرهار کې د انسان تښتونکې ډلې دوه تنه غړي نیول شوي -------------------------------------------------- د کورنیو چارو وزارت په ننګرهار ولایت کې د انسان تښتوونکو د یوې ډلې د دوه تنو مشهورو غړو د نیول کېدو خبر ورکړی دی. متن - منځ : د کورنیو چارو وزارت په ننګرهار ولایت کې د انسان تښتوونکو د یوې ډلې د دوه تنو مشهورو غړو د نیول کېدو خبر ورکړی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت وايي، دغه انسان تښتوونکي نن پشنبې د وري ۲۹ مه د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې نیول شوي دي. سرچینه زیاتوي، چې د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په خوګیاڼو ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړي، چې پر مهال یې د انسان تښتوونکو د یوې ډلې دوه مشهور غړي نیول شوي دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه کسانو د ننګرهار د یوه اوسېدونکي په تښتولو کې لاس درلود، چې ورسره یو میل وسله هم د پولیسو لاس ته ورغلې ده. د کورنیو چارو وزارت په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو وایي قضیه تر پلټنو لاندې ده. باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې په ننګرهار کې د انسان تښتونې پېښې او چاودنې زیات شوې او خلک یې اندېښمن کړي دي. جمهورخبري آژانس:ننګرهار