د جمهور خبري آژانس مرکز 14 ثور 1399 ساعت 11:27 http://jomhornews.com/ps/news/127503/ -------------------------------------------------- یوناما: سرليک : د سولې خبرې باید د بیان ازادي او نور بشري حقونه خوندي کړي -------------------------------------------------- په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وايي، د سولې خبرې باید د بیان ازادي او نور بشري حقونه خوندي کړي متن - منځ : په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وايي، د سولې خبرې باید د بیان ازادي او نور بشري حقونه خوندي کړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر نن دوشنبې د غوايي ۱۴ مه د مطبوعاتو د نړیوالې د ورځې په مناسبت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دوی په افغانستان کې د بیان د ازادۍ ملاتړي دي. په اعلامیه کې ویل شوي، د بیان ازادي په افغانستان کې یوه مهمه لاس ته راوړنه ده چې د سولې په خبرو کې باید معامله ورباندې و نه شي. یوناما وايي، د سولې خبرې باید د بشر له ټولو اساسي حقونو په تېره د بیان له ازادۍ ملاتړ وکړي. سرچینې په رسنیو غږ کړی دی چې په دې حساسو شرایطو کې د افغانانو د یووالي، سولې او کرونا ویروس ضد مبارزې لپاره کار وکړي او په دې ټوګه خپل هېواد له یوه پېښېدونکي بحران وژغوري. جمهورخبري آژانس:کابل