د جمهور خبري آژانس مرکز 11 حمل 1399 ساعت 8:51 http://jomhornews.com/ps/news/126406/ -------------------------------------------------- استاد سیاف: سرليک : د افغان دولت مذاکراتي پلاوی ټولشموله اود ټول افغانستان د ارادې ممثل دی -------------------------------------------------- جهادي مشر او حراست او ثبات شورا رییس استاد عبدالرب الرسول سیاف د افغان حکومت له لوري طالبانو سره د مذاکراتي پلاوي د اعلان هرکلی کړی دی. متن - منځ : جهادي مشر او حراست او ثبات شورا رییس استاد عبدالرب الرسول سیاف د افغان حکومت له لوري طالبانو سره د مذاکراتي پلاوي د اعلان هرکلی کړی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې استاد سیاف ویلي، دغه پلاوی هر اړخیزه، ټول شموله او د ټول افغانستان د ارادې ممثل دی. ښاغلي سیاف رسنیو ته په یوه لېږلي ویډيويي پیغام کې زیاته کړې، په دغه پلاوي کې د افغانستان د هر سیاسي جریان لوري او ګوند استازي راټول دي او دی د تشویش وړ کومه خبره نه په کې ویني. د هغه په وینا په دغه پلاوي کې علما، ښځې، تکنوکراتان، د پوهنتون استادان، پوهان، د پاخه عمر او ځوان عمر لرونکي کسان ځای شوي دي او دی یې ملاتړ کوي. استاد سیاف ویلي دوی چې هر څوک او د هر قوم خلک دي د افغانستان د ګټو دفاع به کوي، دا د ټول افغانستان پلاوی دی، موږ ته یې قوم مهم نه دی موږ ته مهمه ده چې د افغانستان مصالح وساتي او سولې ته راسخه او قاطعانه اراده ولري. ښاغلي سیاف پر ټولو لوریو غږ کړی چې د دغه پلاوي ملاتړ وکړي او خبرداری یې ورکړی که څوک د دغه پلاوي مخالفت کوي نو دا به اصلا د سولې له پروسې سره مخالفت او د افغاني مذاکراتو په پروسه کې د خنډ اچولو او ورته د زیان رسولو په معنا وي. د یادونې ده، چې تر دې وړاندې امریکا، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او ناټو هم د افغان حکومت له لوري د اعلان شوي پلاوي هرکلي او ملاتړ وکړ او دا یې یو ټول شموله پلاوی وباله. خو وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغه پلاوي مخالفت وکړ او ویې ويل، چې دغه پلاوی د ټولو خوا استازیتوب نه شي کولی او نه هم د دوی د اصولو او هغه هوکړې سره چې د امریکا سره یې کړې سمون لري. د طالبانو دغه غبرګون ته په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، رولاند کوبیا لیکلي چې په سوله او جګړه کې څوک د خپل رقیب د غوره کولو انتخاب نه لري. رولاند کوبیا پرون د مارچ په ۲۸مه، پر ټویټر لیکلي، که طالبان غواړي د مقابل لوري د مذاکرو د پلاوي پر څرنګوالي خبرې وکړي باید پر خپل لوري هم خبرې ومني او وګوري چې دوی د ټولنې څومره استازیتوب کولاۍ شي. رولاند کوبیا طالبانو ته لیکليستاسو خوا ښځې چېرته دي؟ په ستراتېژیکو اړیکو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر هم نن و ویل، چې طالبان حق نه لري، چې د افغان حکومت له خوا د ټاکل شوي پلاوی پر څرنګوالي خبرې وکړي. هغه وايي، دوی د طالبانو پر پلاوی هېڅ ډول نیوکې نه لري، چې څوک او څنګه یې ټاکي خو په وینا یې که طالبان د افغان حکومت پر پلاوي نیوکې لري، نو بیا افغان حکومت هم د دوی پر پلاوي ملاحظات لرلی شي. وحید عمر د افغان حکومت د پلاوی په اړه د طالبانو دریځ ته په غبرګون کې وايي، چې دا په قصدي ډول د سولې پر وړاندې د خنډ رامنځ ته کول دي. ښاغلي عمر زیاته کړه، چې افغان حکومت یو ټول شموله پلاوی ټاکلی او د سولې لپاره یې ټول عملي اقدامات کړي او اوس د طالبانو وار دی، چې پلمې پرېږدي، پلاوی وټاکي او د سولې لپاره عملي اقدامات وکړي. جمهورخبري آژانس:کابل