د جمهور خبري آژانس مرکز 17 قوس 1398 ساعت 11:04 http://jomhornews.com/ps/news/122905/ -------------------------------------------------- د امریکا دفاع وزیر: سرليک : امریکا د هند سمندر شاوخوا او ځینو نورو سیمو کې پوځي حضور پیاوړی کوي -------------------------------------------------- د امریکا دفاع وزیر مارک اسپېر ویلي، افغانستان دوی ته مهم دی، خو د دې تر څنګ د تهدیدونو ختمولو لپاره په ځینو نورو سیمو کې هم باید سترتېري ډېر کړي. متن - منځ : د امریکا دفاع وزیر مارک اسپېر ویلي، افغانستان دوی ته مهم دی، خو د دې تر څنګ د تهدیدونو ختمولو لپاره په ځینو نورو سیمو کې هم باید سترتېري ډېر کړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي په تازه څرګندونو کې زیاته کړې، د ځینو هېوادونو د امنیت د تامین او دغه را د ځینو پوځي سیالیو د مخنیوي لپاره به د هند سمندر شاوخوا او ځینو نورو برخو کې پوځي حضور پیاوړي کړي. هندي رسنۍ د اسپېر له قوله وايي، امریکايي ځواکونه به له افغانستان په سیمه کې ځینو نورو ستراتيژیکو نقطو ته لېږدول کېږي څو د امریکا او د امریکا د متحدینو ګټې خوندي کړي. په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپېر دا هم ویلي چې ډېر شمېر عسکر به بېرته خپل هېواد ته ستنېږي. جمهورخبري آژانس:کابل