د جمهور خبري آژانس مرکز 24 جدی 1398 ساعت 9:56 http://jomhornews.com/ps/news/124048/ -------------------------------------------------- سرليک : د پاکستان او هند لومړي وزیران مخامخ خبرې کوي -------------------------------------------------- ټاکل شوې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي مخامخ لیده کاته او خبرې اترې وکړي. متن - منځ : ټاکل شوې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي مخامخ لیده کاته او خبرې اترې وکړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنیو ویلي، خان او مودي به د شانګهای په راتلونکې غونډه کې سره وګوري او خبرې به وکړي. د شانګهای د همکاریو سازمان غونډه دا ځل په هند کې جوړيږي چې د پاکستانۍ رسنیو په وینا په دغه غونډه کې به عمران خان او نریندا مودي مخامخ له یو بل سره و ویني. ویل کېږي چې هند او پاکستان به د اړیکو پر بېلو اړخونو بحثونه او خبرې اترې ولري. په دې غونډه کې د چین، روسیې، هند او پاکستان په ګډون د منځنۍ اسیا هېوادونه ګډون کوي. جمهورخبري آژانس:کابل