د جمهور خبري آژانس مرکز 27 دلو 1398 ساعت 10:32 http://jomhornews.com/ps/news/125047/ -------------------------------------------------- سرليک : د ملګرو ملتونو عمومي منشي پاکستان ته تللی دی -------------------------------------------------- د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش اسلام آباد کې د افغان کډوالو په اړه جوړېدونکي کنفرانس کې د ګډون په موخه پاکستان ته تللی دی. متن - منځ : د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش اسلام آباد کې د افغان کډوالو په اړه جوړېدونکي کنفرانس کې د ګډون په موخه پاکستان ته تللی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې ګوتریش نن یکشنبې د سلواغې ۲۷ مه اسلام آباد ته رسېدلی او د افغان کډوالو په اړه جوړېدونکی کنفرانس به سبا همدلته پیل شي. پاکستاني رسنۍ وايي، ښاغلی ګوتریش به په دې کنفرانس کې د افغان کډوالو د اوسني وضعیت او راتلونکي په اړه وینا او بحثونه ولري. ویل کېږي، چې نوموړی به د افغان کډوالو تر څنګ پر ځینو نورو مسایلو هم له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې او ناستې ولري. د یادونې ده، چې د افغان کډوالو په اړه جوړېدونکی کنفرانس چې سبا دوشنبې د سلواغې ۲۸ مه په اسلام آباد کې پیلېږي او دوه ورځې به دوام ولري، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په لار اچول شوی دی. جمهورخبري آژانس:کابل