د جمهور خبري آژانس مرکز 29 اسد 1398 ساعت 9:59 http://jomhornews.com/ps/news/119549/ -------------------------------------------------- سرليک : کرزي له مودي سره پر افغان سوله خبرې کړې دي -------------------------------------------------- مخکنی افغان ولسمشر حامد کرزی هند ته تللی او د دغه هېواد له لومړي وزیر نریندرا مودي سره یې کتلي دي. متن - منځ : مخکنی افغان ولسمشر حامد کرزی هند ته تللی او د دغه هېواد له لومړي وزیر نریندرا مودي سره یې کتلي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې معلومه نه ده، چې کرزی څه وخت هند ته تللی خو له مودي سره یې نن سه شنبې د زمري ۲۹ مه کتلي دي. راپورونه وايي، کرزي په نوي ډیلي کې د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره د افغان سولې په اړه خبرې اترې کړې دي. نوموړي له افغانستان سره د هند د مرستې مهمې او ارزښتناکه بللې او هند یې هڅولی تر څو د افغان سولې په برخه کې خپله ټوله مرسته وکړي. جمهورخبري آژانس:کابل