د جمهور خبري آژانس مرکز 12 قوس 1398 ساعت 8:53 http://jomhornews.com/ps/news/122743/ -------------------------------------------------- سرليک : جنرال دوستم: ټاکنو کمېسیون دې لومړنۍ پایلې اعلان کړي -------------------------------------------------- د ولسمشر لومړي مرستیال او د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مهم غړي جنرال عبدالرشید دوستم ویلي، د ټاکنو کمېسیون دې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي. متن - منځ : د ولسمشر لومړي مرستیال او د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مهم غړي جنرال عبدالرشید دوستم ویلي، د ټاکنو کمېسیون دې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال دوستم دغه څرګندونې پرون دوشنبې د لیندۍ ۱۱ مه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر او د افغانستان له سرپرست دفاع وزیر اسدالله خالد سره تر لیدنې وروسته کړې دي. جنرال مېلر او خالد پرون د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې له جنرال دوستم سره وکتل او د یو لړ مسایلو تر څنګ یې پر ټاکنو هم ورسره خبرې وکړې. تر دغه لیدنې وروسته ښاغلي دوستم د ټاکنو د ځنډ په اړه و ویلله دې زیات خلک مه اندېښمن کوۍ، ژر یوې نتیجې ته ورسېږۍ، ابتدايي پایلې باید کمېسیون اعلان کړي. نوموړي ټینګار وکړ، چئ د ټاکنو کمېسیون باید ژر تر ژره پاکې رایې له ناپاکو جلا کړي او همدغه راز د بایو مېتریک او غیر بایومېتریک رایو په اړه پرېکړه وکړه.​ د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم دا هم و ویل، چې د ابتدايي پایلو اعلانول د کمېسیون کار دی چې د "قانون او طرزالعمل" په اساس کار کوي. دا په داسې حال کې ده چې د دوی تر همدغه ملاقات مخکې د دوستم چې د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټيم مهم غړی دی، پلویانو په فاریاب او تخار کې د ټاکنو د کمېسیون ضد مظاهره وکړه. جمهورخبري آژانس:کابل