د جمهور خبري آژانس مرکز 27 قوس 1397 ساعت 13:09 http://jomhornews.com/ps/news/111448/ -------------------------------------------------- سرليک : د امریکا او طالبانو خبرو جزیات:ښايي پر ۶ میاشتو اوربند موافقه وکړي -------------------------------------------------- که څه هم په متحده عربي اماراتو کې د امریکايي او طالب استازو د مخامخ خبرو بشپړ جزیات تر اوسه نه دي راوتي، خو پاکستاني رسنۍ وايي، په دې ناسته کې پر اوربند، زندانیانو پر خلاصون او د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خبرې شوې دي. متن - منځ : که څه هم په متحده عربي اماراتو کې د امریکايي او طالب استازو د مخامخ خبرو بشپړ جزیات تر اوسه نه دي راوتي، خو پاکستاني رسنۍ وايي، په دې ناسته کې پر اوربند، زندانیانو پر خلاصون او د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خبرې شوې دي. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنۍ دي نیوز د طالب سرچینو له قوله ویلي، چې د ابوظبۍ په خبرو کې امریکا له طالبانو وغوښتل، چې له شپږ میاشتني اوربند سره موافقه وکړي. دغه راز ورځپانې لیکلي، امریکا له طالبانو دا هم غوښتي، چې د افغانستان د ملي یووالي په یوه نوي حکومت کې ګډون وکړي چې په راتلونکې کې به جوړ شي او د افغانستان نوی سیاسي نظام به جوړ کړي. ورځپانه د طالب سرچینو د معلوماتو پر اساس وايي، طالبانو د دې غوښتنو په مقابل کې له امریکا غوښتي، چې ټول بندیان خوشي کړي، پر طالب مشرانو بندیزونه لرې او د خپلو پوځونو د وتلو مهال وېش اعلان کړي. په ورته وخت کې ځینو نورو پاکستاني رسنیو د طالبانو په قول ویلي چې دوی یو میاشتني اوربند ته چمتو ده خو شپږ میاشتې اوربند نه شي کولی. خو دي نیوز ویلي، د ابوظبي په پرونۍ غونډه کې طالبانو و ویل، په هغه صورت کې شپږ میاشتنی اوربند اعلانولی شي چې پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي امارات تضمین وکړي چې د موقت حکومت مشر به د طالبانو په خوښه ټاکل کېږي. جمهورخبري آژانس:کابل