د جمهور خبري آژانس مرکز 28 سرطان 1397 ساعت 9:16 http://jomhornews.com/ps/news/106471/ -------------------------------------------------- سرليک : داعشیانو کونړ کې د ماین پاکۍ ۱۲ کارکوونکي تښتولي -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي وايي، داعش وسله والو کونړ ولایت کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې ۱۲ تنه کارکوونکي برمته او تښتولي دي. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي وايي، داعش وسله والو کونړ ولایت کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې ۱۲ تنه کارکوونکي برمته او تښتولي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون چهارشنبې د چنګاښ ۲۷ مه د کونړ ولایت د پېچ درې په اړونده سیمه کې شوې ده. د کونړ د والي ویاند غني مصمم وايي، ۱۲ تنه ماین پاکان سهار مهال د پېچ درې غونډې سر سیمه کې د داعش له خوا تښتول شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې دغه سیمه د دولت له ولکې وتلې سیمه او تلېفوني شبکې هم په کې کار نه کوي. مصمم زیاتوي، چې د برمته شویو ماین پاکونو د خلاصون له پاره د قومي مشرانو له خوا هڅې پیل شوې دي. تر اوسه داعش په دې اړه څه نه دي ویلي. جمهورخبري آژانس:کونړ