د جمهور خبري آژانس مرکز 28 حمل 1397 ساعت 9:28 http://jomhornews.com/ps/news/103375/ -------------------------------------------------- سرليک : ننګرهار کې د داعش د امر بالمعروف مسوول نیول شوی دی -------------------------------------------------- سیمه ییزې امنیتي سرچینې وايي، افغان ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والې ډلې د امر بالمعروف مسؤل نیولی دی. متن - منځ : سیمه ییزې امنیتي سرچینې وايي، افغان ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والې ډلې د امر بالمعروف مسؤل نیولی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې یوې باوري امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي، چې د داعش دغه مشر نن سهار سه شنبې د وري ۲۸ مه د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې نیول شوی دی. سرچینې زیاته کړې، چې د هسکې مېنې ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د داعش د امربالمعروف مسوول منور چې په حذیفه مشهور دی نیولی دی. دغه سرچینې ویلي، چې د نیول شوي داعشي مشر څخه دا مهال پوښتنې ګروېږنې روانې دي او وروسته به یې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري. جمهورخبري آژانس:ننګرهار