د جمهور خبري آژانس مرکز 26 میزان 1400 ساعت 9:23 http://jomhornews.com/ps/news/143678/ -------------------------------------------------- حامد کرزی: سرليک : طالبان باید ملي مشروعیت تر لاسه کړي، پاکستان د افغانستان استازی نه دی -------------------------------------------------- پخواني ولسمشر حامد کرزي په تازه څرګندونو کې پر طالبانو غږ کړی، چې د ملي مشروعیت تر لاسه کولو هڅه وکړي، ځکه دا په نړیواله کچه د رسمیت پېژندنې لپاره اړین دي. متن - منځ : پخواني ولسمشر حامد کرزي په تازه څرګندونو کې پر طالبانو غږ کړی، چې د ملي مشروعیت تر لاسه کولو هڅه وکړي، ځکه دا په نړیواله کچه د رسمیت پېژندنې لپاره اړین دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي له امریکا غږ سره مرکه کې ویلي، طالبان کولی شي مشروعیت د ټاکنو یا هم د لویې جرګې له لارې تر لاسه کړي. نوموړي ټینګار کړي، چې په هر هېواد کې په نړیواله کچه د رسمیت پېژندنې لپاره ملي مشروعیت بنسټ دی نو ځکه باید طالبان لومړی د خپلې حکومتولۍ لپاره بنسټ کېږي چې هغه ملي مشروعیت دی. هغه زیاته کړېدا مشروعیت یا د ټاکنو یا هم لویې جرګې له لارې تر لاسه کېدای شي، د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو د لویې جرګې له لارې مشروعیت راتلی شي. دغه پخواني ولسمشر ټینګار کړی، چې د طالبانو حکومت باید یو اساسي قانون ولري که څه هم دا قانون موقت وي. ښاغلي کرزي ویليطالبانو د افغانستان شاهي اساسي قانون ته اشاره کړې خو په کار ده چې دغه قانون د یوه فرمان په ترڅ کې نافذ شي او بیا د درې رنګه ملي بیرغ تور، زرغون، سور تر چتر لاندې چې د افغانستان مختلفو قوانینو هغه د لویو جرګو له لارې تائید کړی، خپلې حکومتولۍ ته دوام ورکړي. حامد کرزي کابل ته د پاکستاني د استخباراتي ادارې د مشر جنرال فیض حمید راتګ او دغه راز په ځینو نړیوالو ستېجونو د پاکستان چارواکو څرګندونو ته په اشارې وايي، پاکستان د افغانستان استازی نه دی. نوموړي له پاکستان او سیمې له هېوادونو هم غوښتي چې له افغانستان سره صادقانه همکاري وکړي، د ترهګرو ډلو پر ضد د افغان حکومت لاسنیوی وکړي او له دوه مخو لوبو دې په شا شي. هغه ویلي افغانان باید د نوي حکومت تر څنګ ودرېږي، د ثبات د رامنځ ته کېدو لپاره دې هڅه وشي، خو د نوي حکومت مشرانو ته هم په کار ده چې خپلې ژمنې پوره کړي، بشري حقونه رعایت کړي، د ملت خبرو ته غوږ کېږدي او د یوه با ثباته او خپلواک هېواد د جوړولو لپاره لاس په کار شي. پخواني ولسمشر ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ښځینه وو په ګډون یوه ملي او پراخ بنسټه حکومت جوړېدو ته اړتیا ده او اوسني مشران باید په دې برخه کې خپلې هڅې پراخې کړي. جمهورخبري آژانس:کابل