د جمهور خبري آژانس مرکز 26 عقرب 1399 ساعت 10:44 http://jomhornews.com/ps/news/133471/ -------------------------------------------------- سرليک : فاریاب کې ماین چاودنې پنځه ماشومان ټپیان کړي دي -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي وایي، فاریاب ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې پنځه ماشومان ټپیان شوي دي. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي وایي، فاریاب ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې پنځه ماشومان ټپیان شوي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون یکشنبې د لړم ۲۵ مه د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په جورلق کلي کې رامنځ ته شوې ده. د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش وايي، چاودنه مازیګر مهال په دغه کلي کې د سړک د غاړې د خښ شوي ماین له امله هغه مهال شوې، چې ماشومان له دغه سړک څخه پورې وتل. نوموړي زیاته کړې، په دغه چاودنه کې پنځه تنه ماشومان ټپیان شوي، چې د یوه تن روغتیايي حالت نازک دی. تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی. جمهورخبري آژانس:فاریاب