د جمهور خبري آژانس مرکز 26 حوت 1397 ساعت 10:13 http://jomhornews.com/ps/news/114553/ -------------------------------------------------- د سولې او اعتدال ټیم: سرليک : د سولې په تړاو د حکومت تخریبي اعمال د ملي ګټو خلاف دي -------------------------------------------------- د سولې او اعتدال ټیم د حکومت پر وروستیو کړنو په تېره بیا د سولې په تړاو د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وروستۍ څرګندونې تخریبي او د ملي ګټو خلاف بللې دي. متن - منځ : د سولې او اعتدال ټیم د حکومت پر وروستیو کړنو په تېره بیا د سولې په تړاو د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وروستۍ څرګندونې تخریبي او د ملي ګټو خلاف بللې دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ټیم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د سولې هڅې له لاس ته راوړنو ډکې دي، چې سوله خوښوونکي او د ولس اکثریت ترې ملاتړ کوي. په دې خبرپاڼه کې د سولې په برخه کې د امریکا د هڅو څخه د مننې تر څنګ ویل شوي چې د سولې او اعتدال ټیم پر بین الاافغاني مذاکراتو باوری دی. خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دوی ټیم د سولې په اړه د حکومت وروستۍ تخریبي کړنې او په ځانګړي ډول د ملي امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب څرګندونې غندي او دغه اقدامات د ملي ګټو خلاف او له نړیوالو په ځانګړې توګه له امریکا سره د افغانستان د اړیکو د نېکو اړیکو خلاف بولي. د سرچینې په وینا د سولې تخریب کړنې د حکومت له پلوه پر داسې مهال مطرح کېږي، چې دغه حکومت د خپل عمر پای ته رسېدو ته نېږدې شوی دی. په خبرپاڼه کې حکومت په مالي او اداري فساد کې غرق ښودلی شوی، چې د دوی په باور هېڅ ډول علمي، اساسي، امنیتي، سیاسي او اقتصادي تدابیر د سیاسي قدرت د تحویل لپاره نه لري. د سولې او اعتدال ټیم په دې اعلامیه کې زیاته کړې، چې دوی په دې وروستیو کې د حکومت د غیر مسوولانه او ملي ګټو ضد کړنو شاهدان دي، چې ښه بېلګه یې په بلخ، فاریاب، غور او کابل کې د خلکو پر وړاندې د وسله وال ځواک کارول دي. په دغه خبرپاڼه کې له حکومت څخه غوښتل شوي، چې د نړیوالو ملګرو په ځانګړې توګه د امریکا په اړه له غیر مسوولانه څرګندونو ډډه وکړي. دغه راز ویل شوی، چې وسله وال ځواکونه د افغان ولس او خاورې مدافعین دي او حکومت په هېڅ شرایطو کې حق نه لري، چې له هغوی د خپلو سیاسي او انتخاباتي اهدافو لپاره کار واخلي. د سولې او اعتدال ټیم دا نیوکې پر داسې مهال کوي، چې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار په دې وروستیو کې د سولې په برخه کې د زلمي خلیلزاد پر هڅو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې هغه د خپلو شخصي ګټو او ځان واک ته د رسولو په لټه کې دی. هغه دا هم ویلي و، چې خلیلزاد د سولې په خبرو کې افغان حکومت څنډې ته کړی او په پر ځای د دې، چې حکومت ته مشروعیت ورکړي طالبانو ته مشروعیت ورکوي. جمهورخبري آژانس:کابل