د جمهور خبري آژانس مرکز 30 جوزا 1398 ساعت 14:44 http://jomhornews.com/ps/news/117550/ -------------------------------------------------- مولانا محمد عبدالله: سرليک : ولسمشر ته ځینې نېږدې کړۍ د ټاکنو کمېسیون په چارو کې لاسوهنه کوي -------------------------------------------------- د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو کمېشنر مولانا محمد عبدالله وايي، ولسمشر غني ته ځینې نېږدې کړۍ د ټاکنو کمېسیون په چارو کې مداخله کوي. متن - منځ : د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو کمېشنر مولانا محمد عبدالله وايي، ولسمشر غني ته ځینې نېږدې کړۍ د ټاکنو کمېسیون په چارو کې مداخله کوي. د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي نن پنشنبې د غبرګولي ۳۰ مه کابل کې د یوې خبرې غونډې پر مهال یادې څرګندونې وکړې، خو د کوم چا نوم یې وانخیست. هغه و ویلزه د ټاکنو کمېسیون په چارو کې ولسمشر په لاسوهنه نه تورنوم، خو د هغه شاوخوا ځینې کړۍ شته، چې په خپلو غیر قانوني کړنو زموږ د قانوني کارونو په وړاندې خنډونه جوړوي. نوموړي زیاته کړه، چې په دې برخه کې دوی اسناد لري چې ارګ ته نېږدې ځینې کړۍ د ټاکنو کمېسیون له دارالانشا سره ښې اړیکې لري او د کمېسیون په قانوني ټاکنو کې خنډونه راولاړوي. هغه خبرداری ورکړ، چې که د دغه لاسوهنو مخنوی ونه شي، فساد کسان له دندو لرې نه شي او د قانوني ټاکنو پر وړاندې مخالفتونه وشي، د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې به له بحران سره مخ شي. مولانا محمد عبدالله و ویلموږ نه شو کولی د فاسدو کسانو په شتون سره راتلونکې ولسمشریزه ټاکنې په سمه توګه تر سره کړو. د ټاکنو کمېسیون دغه کمېشنر یادې څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې د راتلونکې تلې میاشتې په ۶ مه نېټه د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شي. باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې د ولسمشرۍ ټاکنو یو شمېر نوماندانو هم په ولسمشرۍ ماڼې او په ځانګړي توګه په ولسمشر تور پورې کړی، چې هڅه کوي، ټاکنې د خپل ټیمو په ګټه مهندسي کړي. خو ارګ دغه خبرې په وار وار رد کړې او خپله ولسمشر څو ځلې ویلي، چې نه خپله د کمېسیون په چارو کې لاسوهنه کوي او نه نور چا ته د مداخلې اجازه ورکوي. جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض