د جمهور خبري آژانس مرکز 19 سرطان 1398 ساعت 8:43 http://jomhornews.com/ps/news/118153/ -------------------------------------------------- سرليک : کندهار کې د افغان ځانګړو ځواکونو یو قوماندان وژل شوی دی -------------------------------------------------- سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د افغان ځانګړو ځواکونو یو قوماندان د سړک د غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی. متن - منځ : سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د افغان ځانګړو ځواکونو یو قوماندان د سړک د غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون سه شنبې د چنګاښ ۱۷ مه د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ په اروغ سیمه کې رامنځ ته شوې. د خاکریز امنیه قوماندان نظر علي وایي، د افغان ځانګړو ځواکونو د څلورمې قطعې د ټولي قوماندان احمد له یوې سیمې بلې ته روان و، چې پر موټر یې د سړک د غاړې خښ شوی ماین چاودلی. نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې احمد سرحدي له خپل بل یوه ملګري سره ځای پر ځای وژل شوي دي. تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی. باید و ویل شي، چې افغان ځانګړو ځواکونو د غبرګولي له لومړۍ راهیسې د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي، چې لا هم دوام لري. جمهورخبري آژانس:کابل