د جمهور خبري آژانس مرکز 3 عقرب 1399 ساعت 8:09 http://jomhornews.com/ps/news/132751/ -------------------------------------------------- سرليک : بلخ کې د سړک جوړونې شرکت ۷ کارکوونکي تښتول شوي -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي وايي، بلخ ولایت کې وسله والو طالبانو د سړک جوړونې د یوه شرکت ۷ تنه کارکوونکي برمته او له ځان سره بېولي دي. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي وايي، بلخ ولایت کې وسله والو طالبانو د سړک جوړونې د یوه شرکت ۷ تنه کارکوونکي برمته او له ځان سره بېولي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون جمعه د لړم ۲ مه د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ د لنګرخانې په سیمه کې رامنځ ته شوې. د بلخ د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریس عبدالباسط عیني وايي، د سړک جوړونکې شرکت پنځه تنه موټر چلونکو او دوه کاریګرو د لنګرخانې کمپرک سړک باندې کار کاوه، چې طالبانو برمته او تښتولي دي. دی وايي، طالبانو د سړک جوړولو یو شمېر وسایط هم له ځان سره وړي دي. د هغه په وینا طالبانو څو ورځې مخکې هم د دغه شرکت درې کارکونکي له ځای سره بېولي و، خو له څو ساعته ځنډ وروسته یې د قومي مشرانو په منځګړیتوب راخوشې کړل. طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي. جمهورخبري آژانس:بلخ