د جمهور خبري آژانس مرکز 4 عقرب 1400 ساعت 9:34 http://jomhornews.com/ps/news/143957/ -------------------------------------------------- سرليک : د افغان کډوالو د سپانسر کولو لپاره د امریکا نوې طرحه -------------------------------------------------- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه نوې طرحه څرګنده کړې، چې پر مټ یې امریکایان په خصوصي ډول افغان کډوال سپانسر کولی او امریکا کې مېشتولی شي. متن - منځ : د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه نوې طرحه څرګنده کړې، چې پر مټ یې امریکایان په خصوصي ډول افغان کډوال سپانسر کولی او امریکا کې مېشتولی شي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه طرحه پرون دوشنبې د لړم ۳ مه څرګنده کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې طرحې پر اساس به، چې( سپانسر سرکل پروګرام) نومېږي، لږ تر لږه ۵ تنه د افغانانو د مېشتولو او سپانسر کولو غوښتنه کولی شي. دا پروګرام د کډوالو برخه کې د امریکا په پالیسۍ کې یو لوی بدلون دی. تر دې وړاندې د ولسمشر جو بایډن حکومت په پام کې لرل چې د خصوصي سپانسرشیپ پروګرام په ۲۰۲۲ کې پیل کړي. جمهورخبري آژانس:کابل