د جمهور خبري آژانس مرکز 27 قوس 1398 ساعت 14:16 http://jomhornews.com/ps/news/123256/ -------------------------------------------------- سرليک : ټاکنو کمېسیون راتلونکې اوونۍ د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانوي -------------------------------------------------- د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، په ۷ پاتې ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې او څېړنې په بشپړېدو سره به د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي. متن - منځ : د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، په ۷ پاتې ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې او څېړنې په بشپړېدو سره به د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې په ۷ پاتې ولایتونو کې د تېرې یکشنبې ورځې راهیسې د بیا رای شمېرنې پروسه پیل شوې، چې د کمېسیون د چارواکو په وینا دغه پروسه په شپږو ولایتونو کې بشپړه شوې او یوازې به بغلان ولایت کې لا هم دوام لري. د ټاکنو کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي نن چهارشنبې د لیدنۍ ۲۷ مه جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې په تر سبا پورې به په بغلان ولایت کې هم د بیا رای شمېرنې پروسه بشپړه شي. د هغه په وینا د ۷ ولایتونو د پاڼو د تطبیق او جمعه بندۍ پروسه په مرکز کې روانه ده او د دغه پروسې په بشپړېدو سره به د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې د راتلونکې اوونۍ په لومړیو ورځو کې اعلان شي. جمهور خبري آژانس:محمد رقیب فیاض