د جمهور خبري آژانس مرکز 9 میزان 1398 ساعت 10:05 http://jomhornews.com/ps/news/120899/ -------------------------------------------------- سرليک : طالبانو کاپیسا کې د ټاکنو کمېسیون د برمته کسانو د خوشي کولو ژمنه کړې -------------------------------------------------- د پروان سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو ژمنه کړې، چې په دغه ولایت کې د ټاکنو کمېسیون تښتول شوي کارکوونکي به خوشي کړي. متن - منځ : د پروان سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو ژمنه کړې، چې په دغه ولایت کې د ټاکنو کمېسیون تښتول شوي کارکوونکي به خوشي کړي. د پروان د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد محفوظ ولي زاده جمهور خبري آژانس ته و ویل، چارواکو د دې لپاره چې د ټاکنو کمېسیون برمته شویو کسانو ته زیان ونه رسېږي، تر اوس یې د خلاصون په اړه پوځي اقدام نه دی کړي. نوموړي زیاته کړه، چې دوه ورځې وړاندې د کمېسیون د تښتولو کسانو د خلاصون لپاره ۲۵ تنه ځايي سپین ږیر طالبانو ته ورغلي او د دغه کسانو د خوشي کولو غوښتنه یې ترې کړې. د پروان د امنیه قوماندانۍ د ویاند په وینا طالبانو د سپین ږیرو دغه پلاوی ته ژمنه ورکړې، چې تر راتلونکې پنشنبې یا جمعې پورې به نیو شوي کسان خوشي کړي. هغه د ټاکنو کمېسیون د نیول کېدو په اړه و ویل، چې دوی له امنیتي ارګانونو سره له همغږۍ پرته شینوارو ولسوالۍ ته تللي وو، چې طالبانو نیولي. د پروان د امنیه قومانداني ویاند وایي، طالبانو څلور تنه برمته کړي، خو د ټاکنو خپلواک چارواکي وايي، طالبانو د دغه کمېسیون ۲۶ کارکوونکي نیولي دي. جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض