د جمهور خبري آژانس مرکز 22 حوت 1397 ساعت 8:41 http://jomhornews.com/ps/news/114391/ -------------------------------------------------- سرليک : ډاکترعبدالله له پخواني ولسمشر کرزي سره ولیدل -------------------------------------------------- د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي او پر یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې کړې دی. متن - منځ : د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي او پر یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې کړې دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې د اجرائیه ریاست پر فسبوک پاڼه خپاره شوي معلومات وايي، ښاغلي عبدالله پرون سه شنبې د کب ۲۱ مه په خپل استوګنځای کې له ښاغلي کرزي سره لیدلي دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي په دغه لیدنه کې دواړو لورو د سولې د مذاکراتو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وکړه او پر هېواد کې پر تل پاتې سوله ټینګار وکړ. سرچینه وايي، دواړو لورو ټینګار کاوه، چې په هېواد کې د تل پاتې سولې لپاره باید په کور د نهه او بهر هڅې همغږې شي تر څو په دې ملي مضوع کې د ټول هېواد استازي شتون ولري. باید و ویل شي، چې ډاکتر عبدالله څو ورځې وړاندې د ښځو د نړیوالې ورځې په غونده کې هم و ویل، چې د سولې لپاره ټول هڅې باید همغږې ښي او ټول سیاسي جریانونه باید په ګډه د سولې او د نظام د دفاع لپاره کار وکړي. جمهورخبري آژانس:کابل