د جمهور خبري آژانس مرکز 15 میزان 1397 ساعت 14:10 http://jomhornews.com/ps/news/108992/ -------------------------------------------------- سرليک : د ننګرهار د مرواريد کانال د دوهمې برخې د جوړېدو تړون لاسليک شو -------------------------------------------------- په ننګرهار ولايت کې د دوو میليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د مرواريد کانال د دوهمې برخې د جوړونې تړون لاسليک شو. متن - منځ : په ننګرهار ولايت کې د دوو میليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د مرواريد کانال د دوهمې برخې د جوړونې تړون لاسليک شو. د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د مرواريد کانال د بيارغونې دغه تړون له جاپاني شرکت PMS سره لاسليک شوى دى. د ننګرهار والي حيات الله حيات نن یکشنبې د تلې ۱۵ مه د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې د دغه تړون په مرسته به د کانال په دوهم فاز کې د بيارغونې ګڼې پروژې عملي شي. نوموړي زیاته کړه، چې په دې پروژه دوه میلیونه امریکايي ډالر لګول کېږي، چې چارې به یې په دوه کلونو کې بشپړې شي. د هغه په وینا په دې کانال کې زابرونه، پلونه، پلچکونه، محافظتي ودانۍ شاملې دي چې د سيمې اوسېدونکو ته به د کار زمينه برابره شي. باید و ویل شي، چې د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د مرواريد په نوم کانال چې ٢٤ کيلومتره اوږدوالى او ١١ متره بر يا سور يې دى. د دغه کانال لومړۍ برخه په ٢٠٠٣میلادي کال کې پرانېستل شوې وه. جمهورخبري آژانس:کابل