د جمهور خبري آژانس مرکز 19 عقرب 1398 ساعت 14:58 http://jomhornews.com/ps/news/122095/ -------------------------------------------------- د ساختماني شرکتونو ګواښ: سرليک : که مالیه وزارت مو پیسې را نه کړي، د زرګونو دولتي پروژو کار به ودروو -------------------------------------------------- لسګونو ساختماني او قراردادي شرکتونو ادعا وکړه، چې زرګونه پروژې یې پلي کړې، خو د مالیې وزارت یې د پیسو له ورکړې ډډه کوي. متن - منځ : لسګونو ساختماني او قراردادي شرکتونو ادعا وکړه، چې زرګونه پروژې یې پلي کړې، خو د مالیې وزارت یې د پیسو له ورکړې ډډه کوي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه شرکتونو استازو نن یکشنبې د لړم ۱۹ مه کابل کې د یوې اعتراضیه خبري ناستې پر مهال و ویل، چې دوی د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې زرګونه پروژې پلې کړې او پر مالیې وزارت یې میلیاردونه افغانۍ اړولې دي. د هلال حمزه شرکت مسوول احمد ضمیر په دې اړه خبریالانو ته و ویل، چې د مالیې وزارت له تېرو ۷ میاشتو راهیسې د دوی د پلې کړیو پرژو د پیسو له ورکړې ډډه کوي. د هغه په وینا مالیې وزارت د دوی د غوښتنو په ځواب کې ویلي، چې د دغه پروژو بودجه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې لګول شوې او دوی بودجه نه لري. د دې شرکتونو او قرادادیانو استازي وایي، مالیې وزارت زیاتره د هغه پروژو د پیسو له ورکړې ډډه کوي، چې د معارف، ښار جوړونکي او د کلیو پراختیا وزارت اړوند دي. د دغه معترضانو له ډلې یو بل تن سعادت خان ادعا وکړه، چې مالیې وزارت د زرګونو پلې کړیو پروژو پیسې، چې د ۱۰ میلیارد زیات افغانۍ کېږي له تېرو ۷ میاشتو راهیسې نه ورکړي. همدارنګه د آرشي ساختماني شرکت مسوول محمد شاهین هم و ویل، چې د دوی شرکت په بغلان، قندوز، او بدخشان ولایتونو کې ګڼې پروژې چې د پلي کېدو په حال کې دي، خو د مالیې وزارت یې پیسې نه دي وکړې. د هغه په وینا یوازې د معارف وزارت د پلې کړیو پروژو له مخې د ساختماني شرکتونو ۴۰۰ میلیونه افغانۍ پوروړی دی. د دې ساختماني شرکتونو استازو خبرداری ورکړ، چې که مالیې وزارت د دوی پیسې ورنه کړي، نو د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې زرګونه پلې کېدونکې پروژې به ودروي. مالیې وزارت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی. جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش