د جمهور خبري آژانس مرکز 19 قوس 1398 ساعت 14:39 http://jomhornews.com/ps/news/122996/ -------------------------------------------------- سرليک : مشرانو جرګه د ټاکنو کمېسیون ته! هره پایله چې لاس کې لرۍ اعلان یې کړی -------------------------------------------------- مشرانو جرګه وایي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون چې د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه هر ډول پایله په لاس کې لري، باید ژر تر ژره یې اعلان کړي. متن - منځ : مشرانو جرګه وایي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون چې د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه هر ډول پایله په لاس کې لري، باید ژر تر ژره یې اعلان کړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار د نن سه شنبې لیندۍ ۱۹ مې په غونډه کې و ویل، کمېسیون نه باید له دې زیات مصلحت ګرايي وکړي او د ټاکنو پایلې وځنډوي. د هغه په وینا کمېسیون چې د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه هر ډول پایله په لاس کې لري، باید ژر تر ژره یې اعلان کړي او د افغانستان د خلکو انتظار پای ته ورسوي. د مشرانو جرګې رییس ټنیګار وکړ، چې کمېسیون باید د هېواد مصحلت په پام کې ونیسي او د افغانستان د خلکو له رایو باید ملاتړ وکړي. په ورته وخت کې د جرګې یو بل غړي داود غفاري و ویل، که کمېسیون له انتخاباتي ستونزو راونوځي، نو هېواد د یوې بلې بدبختۍ خوا ته ټېل وهي. نوموړي پر نوماندانو هم غږ وکړ، چې د افغانستان د راتلونکې په اړه فکر وکړي، او کمېسیون پرېږدي، چې د هېواد برخلیک معلوم کړي. د مشرانو جرګې بلې غړې ګلالۍ اکبري هم وویل، په داسې حال کې، چې د سولې خبرې هم حساس پړاو ته رسېدلي، کمېسیون باید د ټاکنو پایلې اعلان کړي تر څو نوی حکومت د سولې په اړه تصمیم ونیسي. د هغې په وینا تر چې د ټاکنو پایلې اعلان شوې نه وي او یو نوی منتخب حکومت رامنځ ته شوی نه وي، له یوه قوي ادرس څخه د سولې خبرې مخ ته نه شي وړل کېدی. جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني