د جمهور خبري آژانس مرکز 24 جدی 1397 ساعت 10:55 http://jomhornews.com/ps/news/112393/ -------------------------------------------------- د ټرمپ څرګندونو ته د ترکیې غبرګون: سرليک : امریکا باید د سوري کردانو او کرد وسله والو تر منځ توپیر وکړي -------------------------------------------------- د ترکیې ولسمشرۍ ماڼې د امریکا د ولسمشر ټرمپ هغه څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ویلي یې دي، که ترکیه سوریه کې پر کردانو برید وکړي امریکا به د ترکیې اقتصاد له منځه یوسي. متن - منځ : د ترکیې ولسمشرۍ ماڼې د امریکا د ولسمشر ټرمپ هغه څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ویلي یې دي، که ترکیه سوریه کې پر کردانو برید وکړي امریکا به د ترکیې اقتصاد له منځه یوسي. د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ ویلي له سوریې امریکايي ځواکونه په وتلو دي، خو ترکیه باید هلته د مېشتو کردانو خیال وساتي او بریدونه پرې ونه کړي. د هغه په وینا سوریه کې مېشت کردان د امریکا ستراتېژیک ملګري دي او که چېرې ترکیه پرې بریدونه وکړي نو امریکا به د ترکیې اقتصاد له منځه یوسي. دغه راز ټرمپ سوریه کې پر مېشتو کردانو هم غږ کړی، چې د ترکیې خلاف فعالیتونه ونه کړي. د ټرمپ دغه څرګندونو ته د ترکیې جمهوري ریاست غبرګون ښودلی او ویلي یې دي له امریکا تمه لري، چې ستراتېژیک ګډون ته احترام وکړي. د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ویلي د سوري کردانو او وسله والو کردانو یو بلل یوه فاحشه تېروتنه ده. جمهورخبري آژانس:کابل