د جمهور خبري آژانس مرکز 15 میزان 1398 ساعت 10:58 http://jomhornews.com/ps/news/121096/ -------------------------------------------------- سرليک : بدخشان کې د طالبانو دوه نظامي مسولان وژل شوي -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي د بدخشان ولایت د شهدا او بهارک ولسولیو لپاره د وسله والو طالبانو د نظامي مسولانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي د بدخشان ولایت د شهدا او بهارک ولسولیو لپاره د وسله والو طالبانو د نظامي مسولانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی. د جمهور آزانس د خبر له مخې د بدخشان ولایت مطبوعاتي دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه دوه طالب قوماندانان د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې وژل شوي دي. خبرپاڼه وايي، مولوي محمد داود خالد د شهدا او برکت الله ارشد د بهارک لپاره د طالبانو نظامي مسوولان وو، چې په یوه هوايي برید کې و وژل شول. سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو دغو دوه پوځي مشرانو له کلونو راهیسې په سیمه کې په خلکو ظلمونه کول. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. جمهورخبري آژانس:کابل