د جمهور خبري آژانس مرکز 16 ثور 1399 ساعت 15:47 http://jomhornews.com/ps/news/127568/ -------------------------------------------------- سرليک : افغان حکومت ۱۰۲ تنه طالب زاندانیان خوشي کړل -------------------------------------------------- افغان حکومت د ولسمشر غني له فرمان سره سم له څرخې پله زندان څخه ۱۰۲ تنه نور طالب زندانیان هم خوشې کړي دي. متن - منځ : افغان حکومت د ولسمشر غني له فرمان سره سم له څرخې پله زندان څخه ۱۰۲ تنه نور طالب زندانیان هم خوشې کړي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا وايي، دغه زندانیان پرون دوشنبې د غوايي ۱۵ مه خوشي شوي دي. د ملي امنیت شورا زیاتوي، چې په دې سره د ټولو ازادو شوو طالب زندانیانو شمېر ۸۵۰ ته ورسېد. سرچینه وايي، د زندانیانو خلاصون ته په کتو طالبان باید له خنډ او ځنډ پرته د دولت د لست مطابق د افغان ملي امنیتي ځواکونو غړي خوشي کړي، څو مخامخ خبري پیل شې. د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین هم پرون ماښام په یوه پیغام کې د خپلو زندانیانو د خوشې کیدو هرکلی کړی و او له حکومته یې وغوښتل چې دغه بهیر ګړندی کړي. جمهورخبري آژانس:کابل