د جمهور خبري آژانس مرکز 4 حوت 1398 ساعت 8:49 http://jomhornews.com/ps/news/125263/ -------------------------------------------------- سرليک : خلیلزاد له جنرال دوستم سره لیدلي -------------------------------------------------- د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ولسمشر غني له لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره لیدلي دي. متن - منځ : د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ولسمشر غني له لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره لیدلي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد پرون شنبې د کب ۳ مه جوزجان کې له دوستم سره لیدلي، خو د خبرو په اړه یې جزیات نه دي خپاره شوي. په ورته وخت کې ویل کېږی، چې خلیلزاد له جنرال دوستم سره د ټاکنو پر پایلو د وروستیو راپورته شویو ناندریو او دغه راز د سولې پروسې په اړه خبرې کړې دي. د ټاکنو پایلو تر اعلان وروسته چې ولسمشر غني په کې ګټونکی او ولسمشر شو، جنرال دوستم د ثبات او همپالنې ټیم د مشر عبدالله عبدالله د دریځ پلوي وکړه. عبدالله د ټاکنو پایلو تر اعلان وروسته و ویل، چې ګټونکي دوی دي، پایلې ورته د منلو نه دي او ډېر ژر به ټول شموله حکومت رامنځ ته کړي. تر دې وروسته له پرون راهیسې عبدالله د ځینو ولایتونو لپاره د والیانو په ګمارولو لاس پورې کړی، چې په ترڅ کې د یې د بغلان، سرپل، پنجشېر ولایتونو لپاره په خپل حکم والیان ټاکلي. ملګرو ملتونو او ناټو د عبدالله د دغه وروستیو اقداماتو په اړه اندېښنه ښودلې ویلي، دي، چې خپل سرې کړنې به د سولې روانې هڅې زیانمنې کړي. جمهورخبري آژانس:کابل