د جمهور خبري آژانس مرکز 25 جدی 1398 ساعت 9:23 http://jomhornews.com/ps/news/124084/ -------------------------------------------------- سرليک : نړیوال بانک د افغان حکومت د اقتصادي او انکشافي برنامو ملاتړ وکړ -------------------------------------------------- ولسمشر غني د سویلي اسیا په چارو کې د نړیوال بانګ مرستیالې هارتویګ شیفر او ورسره پلاوي سره کتنه کې د مرستو او له افغانستان څخه د یاد بانک د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې. متن - منځ : ولسمشر غني د سویلي اسیا په چارو کې د نړیوال بانګ مرستیالې هارتویګ شیفر او ورسره پلاوي سره کتنه کې د مرستو او له افغانستان څخه د یاد بانک د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کتنه پرون سه شنبې د مرغومي ۲۴ مه ارګ کې شوې او په افغانستان کې د نړیوال بانګ رییس هم په کې شتون درلود. ارګ ماڼې وايي، ولسشمر د افغان حکومت ملي برنامې په ځانګړي ډول د پوهنې، کانونو، ګمرکونو او عوایدو زیاتولو او د افغانستان د اقتصادي لرلید په برخو کې انکشافي برنامې تشریح کړې. ښاغلي غني د افغان حکومت د اصلاحاتو پر بستې هم خبرې وکړې وې ویل، د اصلاحاتو منطق د حکومتي بنسټونو د غوره خدمتونو وړاندې کول او د موثریت او ظرفیت لوړول دي. هغه زیاته کړې، چې د اصلاحاتو راوستو لپاره جدي تعهد لرو او له اصلاحاتو څخه زموږ موخه د موثرو، یو برابر او د ټکنالوژۍ پر مبنا د خدمتونو وړاندې کول دي. نوموړي پر تجدید وړ انرژۍ پانګونې، د اوبو بندونو پر جوړولو او مدیریت، د بې وزلۍ راکمولو پر مبازرې، د کرنیزو محصولاتو پر زیاتولو او د کرنیز پیداوار ځنځيري ارزښت ته پر پاملرنې ټینګار وکړ. ولسمشر د دې په بیانولو سره چې د لومړي ځل لپاره زموږ صادرات تر یو میلیارد ډالرو زیات شوي وویل، موږ به د افغانستان د برېښنا پر پروژو زیاته پانګونه وکړو. ښاغلي غني د سیمه ییز اتصال پر ارزښت ټینګار وکړ او وې ویل، د افغان حکومت لپاره سیمه ییز اتصال او په سیمه کې اقتصادي او ترانزیټي هڅې مهمې دي. په دغه کتنه کې د سویلي اسیا په چارو کې د نړیوال بانک مرستیال یو ځل بیا د جمهوررئیس او افغان حکومت له اقتصادي او انکشافي برنامو څخه د نړیوال بانک ملاتړ څرګند کړ. جمهورخبري آژانس:کابل