د جمهور خبري آژانس مرکز 19 اسد 1398 ساعت 8:51 http://jomhornews.com/ps/news/119288/ -------------------------------------------------- سرليک : قومي مشرانو د جګړې له ښکېل لورو اختر کې د اوربند غوښتنه وکړه -------------------------------------------------- سلګونو قومي مشرانو بغلان ولایت کې د یوې غونډې پر مهال د جګړې له ښکېلو لورو وغوښتل، چې د اختر په ورځو کې اوربند اعلان کړي. متن - منځ : سلګونو قومي مشرانو بغلان ولایت کې د یوې غونډې پر مهال د جګړې له ښکېلو لورو وغوښتل، چې د اختر په ورځو کې اوربند اعلان کړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د بغلان قومي مشران او ځايي اوسېدونکي وايي، د روانې جګړې قرباني یوازې عام افغانان دي او اړتیا ده، چې دواړه لوري نور جګړه بس کړي. د دوی په وینا دا چې د جګړې دواړه لوري د سولې توافق ته نږدې شوي، نو باید له دې وروسته جګړه هم ودروي او خپلې غوښتنې د مذاکراتو له لارې مطرح کړي. قومي مشرانو له طالبانو غوښتنه وکړه چې خپلې غوښتنې دې د بهرنیانو پرځای له افغانانو سره شریکې او په ګډه دې ورته د حل لاره پیدا کړي. هغوی وایي، اختر د مسلمانانو د خوښۍ ورځې دي او په دې ورځو کې د جګړې دوام د ټولو اسلامي احکامو خلاف عمل دی. جمهورخبري آژانس:کابل