د جمهور خبري آژانس مرکز 15 عقرب 1397 ساعت 14:29 http://jomhornews.com/ps/news/109982/ -------------------------------------------------- سرليک : مشرانو جرګې د ولسمشر له خوا د سولې مشورتي ملي بورډ جوړېدو مخالفت وکړ -------------------------------------------------- مشرانو جرګې د ولسمشر محمد اشرف غني له هغه وړاندیز سره مخالفت وکړ، چې غواړي د سولې له پاره یو ملي مشورتي بورډ رامنځ ته کړي. متن - منځ : مشرانو جرګې د ولسمشر محمد اشرف غني له هغه وړاندیز سره مخالفت وکړ، چې غواړي د سولې له پاره یو ملي مشورتي بورډ رامنځ ته کړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد علم اېزدیار د نن سه شنبې لړم ۱۵ مې په عمومي غونده کې و ویل، چې مشرانو جرګه د دولت په چوکاټ کې د موازي ادارو له رامنځ ته کولو سره مخالف ده. نوموړي زیاته کړه، چې د سولې د عالي شورا تر څنګ د یوې بلې موازې ادارې رامنځ ته کول به نه یوازې ستونزې حل نه کړي، بلکې لا به یې پېچلې کړي. د مشرانو جرګې د دوهم مرستیال په وینا که حکومت په رښتیا هم سوله غواړي، نو د سولې عالي شورا دې پیاوړې او ملاتړ یې دې وکړي. په ورته وخت کې د مشرانو جرګې غړي مصطفی ظاهر و ویل، ولسمشر په دې کار سره غواړي، افغان ولس په مستقیم ډول د سولې پروسه کې داخل کړي، په داسې حال کې، چې د سولې عالي شورا وجود لري. دغه راز د جرګې بل غړي محی الدین منصف و ویل، چې په ټولو ولایتونو کې د سولې عالي شورا دفترونه شته دي او اړتیا نشته، چې بل مشورتي بورډ رامنځ ته شي. د هغه په وینا حکومت دې هغه پیسې چې د دغه مشورتي ملي بورډ په رامنځ ته کولو لګوي، په نورو اقتصادي برخو کې یې دې ولګوي، چې د خلکو ستونزې حل شي. دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني تازه اعلام کړې، چې په ملي کچه به د سولې له پاره یو ملي مشورتي بورډ جوړ کړي. ارګ وایي، ولسمشر دغه څرګندونې د هېواد د ۳۴ ولایتونو له والیانو سره د ویډیويي کنفرانس له لارې کړې دي. جمهورخبري آژانس:کابل