د جمهور خبري آژانس مرکز 24 حمل 1399 ساعت 11:44 http://jomhornews.com/ps/news/126884/ -------------------------------------------------- د ملي امنیت شورا: سرليک : طالبانو په ۹ ولایتونو کې ۳۰ ملکي وګړي وژلي دي -------------------------------------------------- د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، وسله والو طالبانو د هېواد په ۹ ولایتونو کې ۳۰ تنه ملکي وګړي وژلي او دوه تنه نور یې ټپیان کړي دي. متن - منځ : د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، وسله والو طالبانو د هېواد په ۹ ولایتونو کې ۳۰ تنه ملکي وګړي وژلي او دوه تنه نور یې ټپیان کړي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن یکشنبې د وري ۲۴ مه په خپل ټوېټر پاڼه کړې ده. د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل لیکلي دي چې په دغو ملکیانو کې یې ډېری د طالبانو د سړک د غاړې ماینونو الوځولي دي. جاوید فیصل ټینګار کړی دی چې طالبان باید اوربند وکړي تر څو ملکیان تلفات ونه ویني او د سولې هڅې نتیجه ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت په وار وار له طالبانو اوربند غوښتی دی تر څو د کورونا پر ضد مؤثره مبارزه وشي، خو طالبانو لا د حکومت په شمول د هیڅ نړیوال بنسټ غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ورکړی. جمهورخبري آژانس:کابل