د جمهور خبري آژانس مرکز 5 حوت 1397 ساعت 13:42 http://jomhornews.com/ps/news/113789/ -------------------------------------------------- سرليک : اسدالله خالد له هنده په امنیتي او دفاعي برخو کې د همکارۍ غوښتنه کړې -------------------------------------------------- د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد د هند د بهرنیو چارو وزیرې آغلې سوشما سوراج سره په نوي ډیلي کې لیدلي دي. متن - منځ : د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد د هند د بهرنیو چارو وزیرې آغلې سوشما سوراج سره په نوي ډیلي کې لیدلي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت وايي، سرپرست وزیر اسدالله خالد او د هند د بهرنیو چارو وزیرې په دغه کتنه کې دواړو لورو پر دوه اړخیزه همکاریو خبرې اترې کړې دي. د ملي دفاع وزارت څخه نن یکشنبې د کب ۵ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ښاغلي خالد له افغانستان سره د هند په ځانګړې توګه په امنیتي او دفاعي برخه کې د همکاریو څخه مننه کړې ده. سرچینه زیاتوي، چې ښاغلي په دې خبرو کې له افغانستان سره په ځانګړې توګه په امنیتي او دفاعي برخو کې د لا نورو همکاریو غوښتنه کړې ده. به ورته وخت کې د هند د بهرنیو چارو وزیر اغلې سوراج ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړې توګه له پوځ سره په بېلا بېلو برخو کې مرسته او همکاري وکړي. جمهورخبري آژانس:کابل