د جمهور خبري آژانس مرکز 21 میزان 1398 ساعت 11:22 http://jomhornews.com/ps/news/121285/ -------------------------------------------------- سرليک : ملګرو ملتونه افغان چارواکي د ټاکنو بهیر بشپړېدو او حراست ته بللي دي -------------------------------------------------- په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي پلاوي (یوناما) د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون په ګډون، سیاسي ډلې، حکومت، کاندیدان او د دوی ملاتړي د ټاکنو بهیر بشپړېدو او حراست ته بللي دي. متن - منځ : په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي پلاوي (یوناما) د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون په ګډون، سیاسي ډلې، حکومت، کاندیدان او د دوی ملاتړي د ټاکنو بهیر بشپړېدو او حراست ته بللي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې یوناما نن یکشنبې د تلې ۲۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې له ۲۰۰۱ کال را وروسته دا د ولسمشرۍ لومړنۍ ټاکنې وې چې په بشپړ ډول د افغان چارواکو لخوا ترسره شوې او دا پرځان د اتکا پرلور د افغانستان د لیږد په برخه کې ستره لاسته راوړنه ده. د یوناما په خبرپاڼه کې راغلي،افغانانو له امنیتي ګواښونو سره سره دښه راتلونکي لپاره خپله رایه ورکړه او دغه رایه ورکوونکي د خپلې مدني دندې د ترسره کولو له کبله د ستاینې وړ دي. یوناما زیاته کړې، اوس، ټول افغان چارواکي او ښکیل اړخونه - د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون په ګډون، سیاسي ډلې، حکومت، کاندیدان او ددوی ملاتړي باید د ټاکنو د خوندیتوب، بشپړولو او ددغه بهیر دحراست لپاره، په ځانګړي ډول جدول بندۍ او د پایلو اعلان ته په پام سره، خپلې ژمنې وښيي. په خبرپانه کې ویل شوي، یوناما له ټولو برخه والو غواړي، چې د نظر له ورکولو وړاندې دې د رایې شمیرلو د بهیر په اړه دقیق درک ولري. دغه راز یوناما له دواړو ټاکنیزو کمېسیونونو غوښتي، چې د دغه بهیر د توضیح په ګډون د رایو شمیرلو له بهیر څخه د ټولو برخه والو اړخونو د روښانه او صریح پوهاوي په اړه ځان ډاډمن کړي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي پلاوي په خبرپانه کې ټینګار کړي، چې ټولې ښکیلې غاړې د ټاکنو د باوري کېدو لپاره ګډ مسوولیت لري. خبرپاڼه دا هم وايي، ملګرو ملتونو پتییلې چې د افغانستان ټاکنیزو ادارو د درغلیو د مخنیوي لپاره ګڼ شمیر لارې چارې تنظیم کړي، چې شفافیت ډاډمن شي. همدارنګه په خبرپانه کې ټینګار شوي، چې یوناما څارونکي بنسټونه، سیاسي ډلې، کاندیدان او رایې ورکونکي هڅوي چې د ټاکنو د رایو د شمیرنې د بهیر د حراست او بشپړیدو لپاره فعالانه، اګاهانه او رغونکی رول ترسره کړي. یوناما ویلي، هر هغه افغان چې د درغلیو په اړه شک یا شواهد ولري، مدني مکلفیت لري، چې له اړوندو افغان بنسټونو په خاص ډول د ټاکنو د شکایتونو له کمیسیون سره شکایت درج کړي. دغه دفتر زیاته کړې، د باوري تورونو د شته والي په صورت کې، د افغانستان د قانون پلې کونکې ادارې باید ګړندۍ پلټنې ترسره او که مناسبه وي مسوول کسان دې ونیسي او قانوني پلټنې دې ترې وشي. جمهورخبري آژانس:کابل