د جمهور خبري آژانس مرکز 15 اسد 1399 ساعت 10:17 http://jomhornews.com/ps/news/130221/ -------------------------------------------------- سرليک : هند: طالبانو مو دوه انجینران تر دوه کاله بند وروسته راخوشی کړي -------------------------------------------------- د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې یې دوه تښتول شوي وګړي تر دوو کالو ځنډ وروسته خوشې شوي دي. متن - منځ : د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې یې دوه تښتول شوي وګړي تر دوو کالو ځنډ وروسته خوشې شوي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د ۲۰۱۸ز کال په مې کې یې اووه تنه انجنیران په بغلان کې د وسله والو طالبانو تښتولي وو. د هند د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې طالبانو له یاد شمیر کسانو ۴ له دې وړاندې خوشې کړي وو او دوه یې اوس خوشې کړل. هندي چارواکي وایي دغه انجنیرانو بغلان ولایت کې د برېښنا د لېږد په یوه پروژه کې کارکاوه، چې وسله والو طالبانو وتښتول. په اعلامیه کې هند په دې برخه کې د افغان حکومت له هڅو هم مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې دوی به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. هندي حکومت د دغه خوشي شوو کسانو د هویت په اړه لا ډېر معلومات نه دي ورکړي. وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي. جمهورخبري آژانس:کابل