د جمهور خبري آژانس مرکز 30 جوزا 1398 ساعت 8:28 http://jomhornews.com/ps/news/117523/ -------------------------------------------------- محب: سرليک : د سیمې هېوادونه دې د ډلو ټپلو پر ځای د افغان دولت همکاره شي -------------------------------------------------- د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، د سیمې هېوادونه باید د ډلو ډپلو پر ځای د افغان دولت سره همکاره او له همدې لارې مخ ته لاړ شي. متن - منځ : د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، د سیمې هېوادونه باید د ډلو ډپلو پر ځای د افغان دولت سره همکاره او له همدې لارې مخ ته لاړ شي. د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب دا څرګندونې پرون چهارشنبې د غبرګولي ۲۹ مه روسیه کې د ملي امنیت شورا سلاکارانو تر منځ غونډه کې وکړې. د اوفا لسم امنیتي کنفرانس کې د افغانستان، روسیې، چین، هند، ایران او پاکستان د ملي امنیت سلاکارانو ګډون کړی او د سیمې پر امنیت او نشه يي توکو پر مخنیوي یې خبرې وکړې. نوموړي د دغه هېوادونو څخه وغوښتل، چې که د افغان سولې له بهیر سره مرسته او همکاري کوي، د ډلو ټپلو پر ځای باید د افغان دولت له طریقه مخ ته لاړ شي. د هغه په وینا له ډلو ټپلو سره د سیمې د هېوادونو خبرې او ناستې به هېڅ عملي جنبه ونه لري، ځکه د سولې او جګړې صلاحیت د افغان حکومت دی. ښاغلي محب ویلي چې افغان حکومت د مشورتي لویې جرګې د پرېکړو او غوښتنو پلی کېدو ته ژمن دی او تازه يې زیات شمېر طالب بندیان هم خوشې کړې دي. د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار و ویلو چې طالبان سولې ته ژمن نه دي او د افغان حکومت له ښه نیت سره سره، تر اوسه د سولې د پروسې د بري لپاره مثبت او عملي اقدام نه دی کړی. هغه یو ځل بیا ټینګارو کړ، چې افغانان د افغانستان تر څنګ، د سیمې او نړۍ د هېوادونو د امنیت د تامین په خاطر هم قرباني ورکوي چې باید له پامه و نه غورځول شي. جمهورخبري آژانس:کابل