د جمهور خبري آژانس مرکز 3 عقرب 1400 ساعت 12:01 http://jomhornews.com/ps/news/143920/ -------------------------------------------------- سرليک : ننګرهار کې چاودنې دوه تنه ټپیان کړي دي -------------------------------------------------- سیمه ییز امنیتي مسوولین وايي، ننګرهار کې د سړک د غاړې په یوه چاودنه کې دوه تنه ټپیان شوي دي. متن - منځ : سیمه ییز امنیتي مسوولین وايي، ننګرهار کې د سړک د غاړې په یوه چاودنه کې دوه تنه ټپیان شوي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه نن دوشنبې د لړم ۳ مه د جلال آباد ښار د اتمې ناحیې اړوند قاسم آباد سیمه کې د طالبانو په رنجر موټر شوې ده. سیمه ییزې سرچینې وايي، د طالبانو رنجر موټر له سیمې د تېرېدو په حال کې و، چې د سړک د غاړې ښخ شوي ماین پرې چاودنه کړې ده. د ننګرهار د حوزوي روغتون ډاکترنو ویلي چې د پېښې له ځایه دوه تنه ټپیان روغتون ته وروړل شوي، چې یو یې ملکي او بل یې طالب سرتېری دی. د طالبانو سیمه ییز مسوولین یوازې د چاودنې پخلی کوي، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي. جمهورخبري آژانس:کابل