د جمهور خبري آژانس مرکز 16 میزان 1398 ساعت 6:45 http://jomhornews.com/ps/news/121122/ -------------------------------------------------- سرليک : جلال آباد کې پرونۍ چاودنې ۳۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د ملي اردو د جلب و جذب په موټر د شوې چاودنې مرګ ژوبله ۳۸ تنو ته رسېدلې ده. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د ملي اردو د جلب و جذب په موټر د شوې چاودنې مرګ ژوبله ۳۸ تنو ته رسېدلې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار د درېیمې ناحیې اړوند سپینې ماڼۍ سره نېږدې پرون دوشنبې د تلې ۱۵ مه مازیګر مهال د ملي اردو د جلب و جذب په کاسټر موټر چاودنه وشوه. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، چاودېدونکي توکي په یوه زرنج رکشا کې ځای پر ځای او کله چې موټر د یادې سیمې څخه تېرېده چاودنه یې پرې کړې. نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې د یوه ماشومان په ګډون ۱۰ تنه شهیدان او ۲۸ تنه نور ټپیان شوي، چې لس یې ملکي وګړي دي. د پېښې ټپیان حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی. تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی. جمهورخبري آژانس:ننګرهار