د جمهور خبري آژانس مرکز 8 جدی 1399 ساعت 11:56 http://jomhornews.com/ps/news/134830/ -------------------------------------------------- سرليک : ننګرهار کې د داعش د جلب و جذب مسوول نیول شوی -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې یو لوړ پوړی غړی او د جلب و جذب مسوول نیولی دی. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې یو لوړ پوړی غړی او د جلب و جذب مسوول نیولی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي مطبوعاتي دفتر ویلي، نیول شوی کس تسل عزیز نومېږي او د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی. خبرپاڼه کې ویل شوي تسل عزیز د داعش ډلې د جلب و جذب مسوول و، چې د جلال آباد ښار دویمې ناحیې اړوند سیمه کې نیول شوی دی. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نیول شوي داعشي په خپلو اعترافاتو کې خپل جرم منلی دی. جمهورخبري آژانس:ننګرهار