د جمهور خبري آژانس مرکز 25 جوزا 1398 ساعت 10:43 http://jomhornews.com/ps/news/117334/ -------------------------------------------------- سرليک : کندهار کې د طالبانو د کوټې شورا دوه غړي نیول شوي دي -------------------------------------------------- سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې ۸ تنه وسله وال طالبان نیول شوی، چې دوه تنه په کې د کوټې شورا غړي دي. متن - منځ : سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې ۸ تنه وسله وال طالبان نیول شوی، چې دوه تنه په کې د کوټې شورا غړي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزی ویلي په نیول شویو کسانو کې دوه تنه د طالبانو د کوټې شورا غړي، پنځه تنه جنګي طالبان او یو هم غلکچي بریدکوونکی شامل دی. د بارکزي په وینا د کوټې شورا نیول شویو غړو په کندهار کې ملي او پوځي چارواکو ته د مرګ ګواښونه کول، خو دا چې څه وخت نیول شوي، په اړه یې څه نه دي ویلي. طالبانو هم تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی. جمهورخبري آژانس:کابل