د جمهور خبري آژانس مرکز 23 میزان 1397 ساعت 7:52 http://jomhornews.com/ps/news/109234/ -------------------------------------------------- سرليک : ترکیه کې ترافیکي پېښې ۱۹ تنه وژلي دي -------------------------------------------------- ترکي رسنۍ وايي، دغه هېواد کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ماشومانو په ګډون ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. متن - منځ : ترکي رسنۍ وايي، دغه هېواد کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ماشومانو په ګډون ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون یکشنبې د تلې ۲۲ مه د ترکی لوېدیځه حوزه کې رامنځ ته شوې ده. ترکي پولیسو ویلي، پېښه د دوه موټرو د ټکر له امله چې غیر قانوني کډوال یې لېږدول رامنځ ته شوې ده، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي. په ورته وخت کې د ترکیې سیمه ییزې رسنۍ وايي، په دغه پېښه کې د ماشومانو په ګډون ۱۹ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي. تر اوسه دا هم نه ده معلومه چې په پېښه کې وژل شوي او ټپیان د کوم هېواد کډوال دي. جمهورخبري آژانس:کابل