د جمهور خبري آژانس مرکز 31 ثور 1399 ساعت 12:55 http://jomhornews.com/ps/news/128035/ -------------------------------------------------- کورنیو چارو وزارت: سرليک : جوزجان کې د خیرالله پهلوان په ګډون ۹ وسله وال وژل شوي -------------------------------------------------- کورنیو چارو وزارت په جوزجان ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه مهم غړي خیرالله پهلوان په ګډون د ۲۷ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی. متن - منځ : کورنیو چارو وزارت په جوزجان ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه مهم غړي خیرالله پهلوان په ګډون د ۲۷ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن چهارشنبې د غوایي ۳۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو د جوزجان د منګجک ولسوالۍ به ناامنه سیمو کې د ۲۲۴ شاهین تر نامه لاندې عملیات کړي. خبرپاڼه وايي، د دې عملیاتو په لړ کې تر دې مهاله د ترهګرو طالبانو د مهم غړي خیرالله پهلوان په ګډون ۹ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي. همداراز په دې عملیاتو کې د منګجک ولسوالۍ څو واړه او لوی کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شوي او ۱۰ کړۍ بېلابېل ډوله ماینونه چې ترهګرو د ترهګریزو بریدونو په هدف د یادو سیمو پر سړکونو ځای پر ځای کړي وو، کشف او شنډ کړي دي. خبرپاڼه وايي، طالبان د جوزجان ولایت په منګجک ولسوالۍ کې له ملکي خلکو د انساني سپر په توګه استفاده کوي او دې ډلې د یادو سیمو څه باندې ۲۰۰ کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه کړې، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري امنو سیمو ته لېږدول شوې دي. د کورنیو چارو وزارت دا هم وايي، چې په دې عملیاتو کې د افغان ځواکونو ۷ سرتېري هم ټپیان شوي دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. جمهورخبري آژانس:کابل