د جمهور خبري آژانس مرکز 19 میزان 1400 ساعت 8:41 http://jomhornews.com/ps/news/143434/ -------------------------------------------------- سرليک : امریکا: له طالب پلاوي سره مو خبرې صریح او مسلکي وې -------------------------------------------------- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو له پلاوي سره د دوی د پلاوي خبرې صریح او مسلکي وې او په ګڼو موضوعاتو ورسره خبرې شوې دي. متن - منځ : د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو له پلاوي سره د دوی د پلاوي خبرې صریح او مسلکي وې او په ګڼو موضوعاتو ورسره خبرې شوې دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس وايي، امریکايي پلاوي د امنیت، د ترهګرۍ اندېښنو، په خوندي توګه د امریکایي اتباعو او افغانانو په وتلو ، بشري حقونو او د افغاني ټولنې په ټولو برخو کې په معني داره توګه مېرمنو او نجونو ته د برخې په ورکولو تمرکز درلود. نوموړي زیاته کړې، د دواړو هېوادونو استازو د امریکا لخوا د افغانستان د ولس سره د مخامخ بشري مرستو په برابرولو هم خبرې کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي، بحثونه صریح او مسلکي و او امریکایي هیت پدې ټینګار کاوه چې د طالبانو په هکله قضاوت د هغوي په الفاظو نه بلکې په عمل کېږي. په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې آیا د طالبانو او امریکا استازي په دې دوه ورځنیو خبرو کې کومې موافقې ته رسېدلي او که نه. خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا ناستې او خبرې ګټورې وې او امریکا د بشري مرستو په برخه کې ژمنې کړې دي. په ورته وخت کې الجزیرې هم د خپلو سرچینو په حواله د دوحې خبرې ګټورې بللې وايي، امریکا د افغانستان سره د بشري او اقتصادي مرستو ژمنه کړې ده. جمهورخبري آژانس:کابل